آصف علي زرداري عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهر القادري سره اهم ملاقات کړي

0
18

جسټس باقر نجفي رپورټ رامختي کيدو سره د لاهور سياسي درجه حرارت يو ځلي بيا سيوا شوے او د پاکستان پيپلز پارټي شريک چئيرمين آصف علي زرداري عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهر القادري سره اهم ملاقات کړي ، ملاقات کښې ماډل ټاون پيښي رپورټ او د ملک موجوده سياسي صورتحال سره د عوامي تحريک احتجاجي لائحه عمل او مرستي په اړه خبرے اترے وشوے
منهاج القران سيکرټيرييټ کښې شوي ملاقات کښي پښواني صدر آصف علي زرداري ډاکټر طاهر القادري ته ماډل ټاون پيښې په اړه د هغوي احتجاجي تحريک او مرستي باور ورکړو
ملاقات کښي ډاکټر طاهر القادري د رپورټ اهم قانوني مندرجات په اړه مشاورت هم وکړو او وے وئيل چي رپورټ کښې د ماډل ټاون پيښې قاتل او منصوبه ساز رامختي شوي
ملاقات ورسته ميډيا سره خبرو اترو کښې دواړو مشرانو اوئيل چي هغه به يو بل سره مرسته جاري ساتي ، آصف علي زرداري اوئيل چي ماډل ټاون پيښۀ د بربريت بدترين مثال دے او هغه به ماډل ټاون پيښي کښې وژل شوي کسانو خپل خپلوانو انصاف ترلاسه کولو لپاره کلک ولاړ وي
ډاکټر طاهر القادري د آصف علي زرادري راتګ او ماډل ټاون پيښې شهدا سره اظهار يکجهتي باندي مننه وکړه او وے وئيل چي هغه به پيپلز پارټي سره سياسي مشاورت عمل جاري ساتي

حصہ