سينيټ قائم کميټى برائے انسانى حقوق غونډه کښې لاپته افراد معاملے باندې سخت تشويش اظهار شوې

0
9
Senate session

سينيټ قائم کميټى برائے انسانى حقوق غونډه کښې لاپته افراد معاملے باندې سخت تشويش اظهار شوې، سينيټر فرخت الله بابر پکښې لاپته افراد متعلق کميشن ختمولو مطالبه کړى
سينيټ قائم کميټى برائے انسانى حقوق غونډه نسرين جليل په صدارت کښې ترسره شوې ، غونډه کښې ايډيشنل سيکرټرى داخله بلوچستان لاپته افراد معامله باندې تفصيلى بريفنګ ورکړې ، کميشن لاپته افراد معاملې باندې سخت تشويش اظهار کړې ، سينيټر جهانزيب جمالدينى آئى ايس آئى ايم آئى او آئى بى بشمول متعلقه حکام طلب کولو مطالبه اوکړه سينيټر فرخت الله بابر اووئيل چې آئى ايس آئى او آئى بى سپريم کورټ هم طلب کړې وو خو څه هم پيش رفت نه دې شوې ، پارليمنټ او سپريم کورټ هم لاپته افراد معاملے باندې ناکام شوې او رياست کښې دننه رياست جوړ دې، فرخت الله بابر زياته کړه چې لاپته افراد متعلق کميشن هيڅ فائده نيشته ، دغه ختمول پکار دى او يو نوې طاقت ور کميشن جوړولو به غواړى

حصہ