قامى اسمبلۍ امريکى سفارتحانه يروشلم بيت المقدس کښې قائمولو باندې متعلقه مذمتى قرارداد منظور

0
15
National Assembly

قامى اسمبلۍ غونډه کښې امريکى سفارتحانه يروشلم بيت المقدس کښې قائمولو باندې متعلقه مذمتى قرارداد منظورى په فورى توګه امريکه نه دغه فيصله واپس غوښتنه شوى
اسرائيل يروشلم بيت المقدس داروالحکومت جوړولو او د ډونلډ ټرمپ حمايت او امريکې سفارتحانې يروشلم ته منتقل کولو باندې قومى اسمبلۍ غونډه کښے مذمتى قرارداد وفاقى وزير برجيس طاهر وړاندې کړو چې په غونډه کښې متفقه طور باندې منظور کړې شو، قرارداد کښې وئيلى شوى چې دغې اقدام سره مسلم امد کښې سخت تشويش جوړ شوې او امريکه دې دغه فيصله په فورى توګه واپس واخلى په دې موقع پيپلز پارټۍ نه نويد قمر ، پى ټى آئى نه شاه محمود قريشى، جمعيت علماء اسلام او ايم کيو ايم غړو هم په امريکه سخت ټکونه اوکړل او په پاکستان حکومت ئې ضرور راوړو چې دغه معامله کښې ټولو نه مخکښې خپل کردار ادا کړى او پاکستان سپر طاقت دې امريکې سره په دې معامله هر قسمه زور راوړې شى هغوى زياته کړه چې په دې معامله ټول قوم او سياسى ګوندونه په يو بينچ دى

حصہ