وخت راغلى دے چې ټول په شريکه ملک وچلوؤ،پوځ دې خپل کردار ادا کړى او سياستدانان خپل،

0
58

وخت راغلى دے چې ټول په شريکه ملک وچلوؤ،پوځ دې خپل کردار ادا کړى او سياستدانان خپل،کوئټه کښې ځوانانو لپاره منعقد شوى نړى وال سيمنار ته د آرمى چيف جنرل قمرجاويدباجوه وينا،دا ئې هم وئيلى دى چې پوځ،عدليې او سياستدانانو نه غلطۍ شوى دى ولې د ملک مسائلو ذمه وارى په يو تن نه شو اچولى
آرمى چيف ووئيل چې هغه د جمهوريت ټولو لوئې ملاټر کونکې دې او د ووټ په طاقت باور لرى
جنرل قمرجاويدباجوه دا هم ووئيل چې د برطانيې وزيراعظمې تهريسامے سره فورس نشته بلکې د ووټ طاقت ورسره دے او دا چې پاکستان د ترقۍ په لار بوتلو لپاره به مونږ ټولو له په ګډه کار کول وى
آرمى چيف مخکښې ووئيل چې د بلوچستان د مستقبل معمارانو ته خطاب کول خپل اعزاز ګنى،د ملک ترقۍ لپاره تعليم د بنياد کردار ادا کوى بائد چې ځوان کول دې ته خصوصى توجو ورکړى
جنرل قمرجاويد باجوه زياته کړه چې کراچۍ کښې دا رنګ يوې دستورې ته د هغه په تقرير سخت تنقيد شوې وو،د ملک معيشت په حواله مې بيان ورکړو نو ووئيلې شو چې ملټرى اداره سويلين ادارې بائى پاس کوى
آرمى چيف دا هم ووئيل چې پوځ په ملک د حکومت کولو لپاره نه بلکې سياسى قيادت ته خدمات ورکولو لپاره دے

حصہ