ټهټه کښې دوه کشتۍ خپلو کښې جنګيدو وروستو اوړيدلى دى په کښې ديارلس زائرين په حق رسيدلى دى

0
12

د سندهـ په ټهټه ښار کښې دوه کشتۍ خپلو کښې جنګيدو وروستو اوړيدلى دى چې په نتيجه کښې ديارلس زائرين په حق رسيدلى دى او د شلو نه سيوا کسان اوس هم بے درکه دى
د ټهټه ډپټى کمشنرناصربيګ خبرى ادارو ته وئيلې دى چې دغه کشتو کښې ناست شپيتونه سيوا زائرين د پيرپټهو مزار باندې حاضرى لپاره روان وو چې تيزو هواګانو له وجې دواړه کشتې خپلو کښې جنګيدلى او بيا اوړيدلى دى
پيښې له وجې په دواړو کشتو سواره کسان چې پکښې زنانه او ماشومان هم شامل وو ډوب شوېدى
د پيښې سمدستى وروستوريسکيو اهلکارو امدادى کاروايۍ وکړى او د اوبو نه ئې شل کسان ژوندى راويستل
دغه رنګ ريسکيو اهلکارو د ديارلس کسانو مړى هم راويستلى دى چې پکښې پنځه زنانه او درې ماشومان شامل دى
وزيراعلى مرادعلى شاه د پيښې نوټس اخستى او د حيدر آباد کمشنرته ئې امدادى کاروائۍ د تيزولو هدايت کړېدے

حصہ