ټهټه کښې دوه کشتۍ خپلو کښې جنګيدو وروستو اوړيدلى دى چې په کښې اتلس زائرين پحق رسيدلى دى

0
11

د سندهـ په ټهټه ښار کښې دوه کشتۍ خپلو کښې جنګيدو وروستو اوړيدلى دى چې په نتيجه کښې اتلس زائرين پحق رسيدلى دى پيښه کښې د شلو نه سيوا کسان اوس هم بے درکه دى
د ټهټه ډپټى کمشنرناصربيګ خبرى ادارو ته وئيلې دى چې دغه کشتو کښې ناست شپيته نه سيوا زائرين په يو مزار حاضرى لپاره روان وو چې تيزو هواګانو له وجې دوانړه کشتې خپلو کښې جنګيدلى او بيا اوړيدلى دى
پيښې لوجې په دوانړو کشتو سواره کسان چې پکښې زنانه او ماشومان هم شامل وو، ډوب شوېدى
د پيښې سمدستى وروستو ريسکيو اهلکارو امدادى کاروايانې کړې او د اوبو نه ئې شل کسان ژوندى راويستلې دي
دغه رنګ ريسکيو اهلکارو د اتلس کسانو مړى هم راويستلى دى چې پکښې شپږ زنانه او پنځه ماشومان شامل دى
وزيراعلى مراد على شاه د پيښې نوټس اخستى او د حيدر آباد کمشنرته ئې امدادى کاروائي نوره تيزولو هدايت کړېدے

 

حصہ