ډې آئي خان زميندارانو دګنى مقرر شوى سرکارى نرخ باندې عمل در امد نه کولو خلاف احتجاج کړې

0
10
د فاټا اصلاحاتو بل د ځنډ ښکار کېدو وروسته باجوړ کښې احتجاجي مظاهره

د ډيره اسماعيل خان کښې کرونده ګرو او زميندارو دګنى مقرر شوى سرکارى نرخ باندې عمل در امد نه کولو باندې د شوګر ملونو مالکانو خلاف احتجاج کړې خريدارې او د دې په مقرر کړې شوې نرخونو باندې عمل درآمد نه کولو په ترس کښي انډس هائے وے ملتان روډ باندې د شوګر ملونو خلاف احتجاجې مظاهره کړې او وئيلې دې که چرته شوګر ملونو د کاروندګرو استحصال بند نه کړو نو په ضد به ئي نه ختميدونکې مظاهرې پيل کړې شې

احتجاج پرمحال زميندارانو دڅلور شوګر ملونو ،ضلعې انتظامې او مقامې سياسې غړيو په ضد نعرې اووهلې او اوئيل چې په ډيره اسماعيل خان کښي موجود شوګر ملونو د ډيرې مودې راهسې نه د کاروندګرو استحصال روان دې ولې په دې باندې ضلعې انتظامي او د سياسې قائدينو خاموشې د افسوس وړ دې،
د زميندارو وينا ده چې کين کميشنر لخوا د ډيره اسماعيل خان شوګر ملونو ته د ديرشم نومبر د کرشنګ نيټه او د ګنے في من يو سل اتيه روپے مقرر کولو احکامات جارې کړې خو ولې په دې باندې حيڅ قسمه عمل در آمد نه دې کړې شوې،زميندارنو دړاکه ورکړې که چرته شوګر ملونو دغه استحصال بند نه کړو، نو په ضد به ئي نه ختميدونکې مظاهرې پيل کړې شې او د هر قسمه حالاتو ذمه دار به د شوګر مل مالکان او ضلعې انتظاميه وي

حصہ