کابل کښې د بمي چاودنې له کبله دوه کسان په حق رسېدلي، اتۀ نور ژوبل

0
41
افغانستان کښې بمي چاودنه

د افغانستان سرښار کابل کښې بمى چاودنه شوې چې پکښې دوه تنه پحق رسيدلې او اته کسان تنه ژوبل شويدې، بلخوا افغان ميډيا خبر ورکړے چې جلال آباد ښار کښې هم بمى چاودنه شوې چې پکښې د جماعت امام پحق رسيدلې او اته کسان ژوبل شويدې
بهر ملکى خبرې ادارې مطابق د سرښار کابل مضافاتى سيمه سر کاريز کښې بمى چاودنه شويده، چې پکښې دوه کسان پحق رسيدلې او شپږ تنه ژوبل شويدې
افغان چارواکو د چاودنې نوعيت په اړه تر دې دمه څه نه دې وئيلى
بلخوا افغان خبرى ادارو خبر ورکړے چې د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کښې د يو جومات دننه چاودنه شوې چې پکښې د جومات امام پحق رسيدلې
افغان ميډيا مطابق چاودنه کښې اته کسان ژوبل هم دې، تر دې دمه هيڅ يوې ډلې د چاودنې پړا په سر نه ده اخيستې

حصہ