تېرو حکومتونو کښې خيبر پښتونخوا وروستو پاتې شوې: پروېز خټک

0
22

دخيبر پښتونخوا وزيراعلى وئيلى دى چې تيرو حکومتونو کښې دپښتونخوا صوبه د ترقۍ په لار کښې وروستو پاتى شويده او دا چې راروان لسو کالو کښې به پښتونخوا دسى پيک په وجه دتجارت لوئى مرکز جوړيږى
پيښور کښې يوتهـ کارنيول ته د وينا په وخت وزيراعلى خيبر پښتونخوا پرويزخټک اووئيل چې په تير وختونو کښې سياسى ګوندونو خپل سياست پړقولے دې او پښتونخوا دترقۍ په لاره کښې روستو پاتى شويده
دهغه وينا وه چې دسى پيک منصوبے په وجې په راروان لسو کالو کښې پښتونخوا دتجارت لوئى مرکز جوړيږى
او دا چې په تير اويا کالو کښې دصوبے ټولى ادارى دبدحالۍ ښکار وى او موجوده حکومت په دغه ادارو کښې بدلون راوستے دے
صوبائى حکومت څلور سپورټس کمپليکس جوړولو منصوبه تياره کړى او کال دوه زره اتلس کښې به يو ارب روپۍ مزيد يوتهـ ډيپارټمنټ ته ورکولے شى
ولې چې ځوانان دملک په ترقۍ کښې مهم کردار ادا کولے شى.

حصہ