امريکه به د خپل کار پوره کولو پورې افغانستان کښې وي: فوجي کمانډر

0
62

افغانستان کښي تعينات د امريکي يواعلي فوځي کمانډر وئيلي چه امريکه به د خپل کار مکمل کيدو پوري افغانستان کښي موجود وي
دا خبره افغانستان کښي تعينات د امريکي يواعلي فوځي کمانډر بريګيډئير جنرل لينس بنچ د امريکي محمکه دفاع کښي ميډيا سره خبرو کښي کړي ده
بريګيډئير جنرل لينس بنچ افغانستان نه د ويډيو لنک په زريعه واشنګټن کښي د پريس کانفرنس په موقع اوئيل چه د جنوبي ايشيا په حقله د صدر ډونلډ ټرمپ په نوي پاليسۍ موثرعمل درامد روان دے
د امريکي اعلي فوځي کمانډر اوئيل چه افغانستان کښي د صدر ټرمپ دنوي پاليسۍ اعلان روستو د امريکي مشن لا نور پراخه کړي شوي او دا چه د امريکي فوځ به د خپل کار مکمل کيدو پوري افغانستان کښي موجود وي
د پريس کانفرنس دوران بريګيډئير جنرل لينس بنچ ، چه د اتحادي ځواکونو د مستقبل د عملياتو ډائريکټر هم دے، زياته کړه چه مونږ به طالبان د دوي په پټو ټهکانو کښي په نښه کوو او په وړمبي ځل افغان جنګ کښي د وسله والو د آمدن په زرايعو فضائي بمباري شروي کړي شوي

حصہ