وزيراعظم د ترکى صدر ،د فلسطين صدر او صوماليه صدر نه علاوه د اردن شاه عبدالله سره ملاقاتونه کړى

0
47

وزيراعظم شاهدحاقان عباسى د اسلامى تعاون تنظيم سرمشريزه غونډې په سائيډ لائن د ترکى صدر طيب اردګان،د فلسطين صدرمحمود عباس او صوماليه صدر نه علاوه د اردن شاه عبدالله سره ملاقاتونه کړى او ورسره ئې فلسطين کشالې او سيمې په صورتحال خبرې اترې کړى دى
سرکارى خبرى ادارو ترمخه وزيراعظم شاهدحاقان عباسى د فلسطين صدر محمودعباس سره ملاقات په مهال د بيت المقدس حيثيت بدلولو په حواله د امريکې فيصلې او سيمې په صورتحال خبرې کړى دى
ملاقات په مهال وزيراعظم د فلسطين مسئلې په حواله د فلسطنيانو ملاټر جارى ساتلو عزم کړېدے
وزيراعظم شاهدحاقان عباسى د ترکى صدر طيب ادرګان سره هم ملاؤ شوى او ورسره ئې د دواړو هيوادونو په تعلقاتو،د مشرقى وسطى په صورتحال او په نورو مهمو چارو خبرى کړى دى
دغه رنګ وزيراعظم د صوماليه صدر نه علاوه د اردن شاه عبدالله سره هم بيل بيل ملاقاتونه کړى چې پکښې د شريکې دلچسپې په معاملو او دوه اړخيزه تعلقاتو په پراختيا خبرى کړى دى
د پنجاب وزيراعلى شهبازشريف،سيکرټرى خارجه تهمينه جنجوعه او نور اعلى چارواکى هم دې ملاقاتونو په وخت موجود وو

حصہ