پېښور نه د ګلونو ښار جوړولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړے شوي: عنايت الله

0
20
پېښور نه د ګلونو ښار جوړولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړے شوي: عنايت الله

دخيبر پښتونخوا د بلدياتو سينئر صوبائى وزيرعنايت الله خان وئيلى دى چې پيښور ښار يو ځلے بيا دګلونو ښار جوړولو دپاره صوبائى حکومت کوټلى ګامونه پورته کړى دى
دخيبر پښتونخوا سينئر صوبائى وزير عنايت الله خان پيښور حيات اباد باغ ناران کښې دپى ډى اے لخوا لګولې شوى دګل داودى نمائش پرانسته اوکړه او ددې د مختلفو قسمونو ننداره ئې اوکړه
روستو خيبر نيوز سره په خصوصى خبرو کښې هغه او وئيل چې پيښور ښار به يوځلے بيا دګلونو ښار جوړولے شى او په دى لړ کښې دښار په مختلفو سيمو کښې ګلونه او ونے بوټى لګولے شويدى
صوبائى وزير بلديات عنايت الله خان اووئيل چې په بى آر ټى منصوبه کښې کوم ګرين بيلټ راغلى دهغه ټولے ونى بوټى، ګلونه او واخه نوروځايونو کښې لګولې شويدى دې دپاره چې هغه ضائع نه کړى شى

حصہ