مردان کښې د مختلف محکمو سب انجينئرانو د مطالبو په حق کښې احتجاج

0
14

د مردان کالج چوک کښې د مختلف محکمو سب انجينئرانو د خپلو مطالبو په حق بهوک هړتالي کيمپ لګولې دي،سب انجينئران د اپ ګريډيشن او سروس سټرکچر غوښتنه کوي
مردان کښې د مختلف محکمو سب انجينئرانو لخوا د د خپلو مطالبو په حق او د وزيراعلي خيبرپختونخوا خلاف احتجاج روان دې او دې لړ کښې هغوي کالج چوک کښې بهوک هړتالي کيمپ هم لګولې دي
مظاهرچيان وائي چي صوبه کښې دټولو محکمې نور ملازمينو اپ ګريډيشن پشمول د هغوي نورې مطالبې پورا کړې شويدي ولي د نهه سوه پورې سب انجينئران د قيام پاکستان د وخت نظر انداز کولې شي
مظاهرچيانو زياته کړيده چي که چرې د روانې مياشتې پنځلسمې نيټې پورې د هغوي اپ ګريډيشن او سروس سټرکچر مطالبې پورا نه کړې شو نو بني ګاله کښې به د وزيراعلي پرويز خټک پر ضد احتجاج کولي شي

حصہ