افغانستان ته نورپوځيانو ليږلو باندې سنيټرمحمدهاشم الکوزى نيوکى

0
43

د افغانستان مشرانو جرګې دفاع او سيکيورټى کميشن مشر محمدهاشم الکوزى هيواد ته د نور امريکنى پوځيانو راتګ باندې نيوکى کړى او دا ئې د صلح عمل لپاره نقصانى ګام ګرځولې دے
د امريکې يوې خبرى ادارې سره مرکې په وخت سنيټر محمدهاشم الکوزى وئيلې دى چې هيواد ته نور امريکنى پوځيانو د راتګ مطلب دا جنګ نور اوږدول دى
د هغه وينا وه چې واشنګټن انتظاميې له نور پوځيان رالېږلو په ځائې افغان امنيتى اهلکارو له په امريکه کښې تربيت ورکول پکار دى
محمدهاشم زياته کړه چې د هيواد امن بحالۍ لپاره د روغې جوړې خبرې شورو کولو کوششونه کول ضرورى دى
ياده دې وى چې امريکنى چارواکو افغان امنيتى اهلکارو ته تربيت لپاره اووه زره پوځيانو پشمول جنګى سامونونه او ډرون الوتکې افغانستان ته لېږلو اعلان کړېدے
افغان دفاع وزارت د دغې اعلان هرکلې کړى او وئيلې ئې دى چې دې سره به افغان امنيتى اهلکار نوې ټيکنالوجى او جنګى سامانونو سره برابر شى او د شرخوښو خلاف به کاروائيو کښې هم ګټه ور مرستې ترلاسه شى

حصہ