درېم يو ورځني مېچ کښې نيوزي لېنډ له خوا پاکستان ته ماتې، سيريز د کيويز په نوم

0
19
درېم يو ورځني مېچ کښې نيوزي لېنډ له خوا پاکستان ته ماتې، سيريز د کيويز په نوم

پاک نيوزى لينډ دريم ون ډے ميچ، کيويز ورکړے ګرين شرټس ته يولوئى شکست ،د قامى ټيم بيټنګ لائن اپ يو وارې بيا په لويه سطح ناکامه شوې ،په څلور اوويا رنزونو باندې پويلين ته واپس شوى ،ميچ کښې قامى ټيم د يو سل درې اتيا رنزونو باندې شکست سره مخ شوې

ډونيډن کښې لوبيدلى ميچ کښې نيوزى لينډ ډ تاس ګټلو وروستو اول د خپله د بيټنګ کولو فيصله اوکړه ،کيويز په مقرره پنځوس اوورونو کښې ټول ټيم دوه سوه اووه پنځوس رنزونه جوړ کړل او قامى ټيم ته ئې د ميچ ګټلو لپاره د دوه سوه اته پنځوس رنزونو هدف ورکړو
د نيوزى لينډ لخوا کپتان کين ويليمسن ،درې اوويا، ټيلر دوه پنځوس او مارټن ګپټل پنځه څلويښت رنزونه جوړ کړى
د پاکستان طرف نه حسن على او رومان رئيس درې درې ،شاداب خان دوه او فهيم اشرف يو وکټ په خپل نوم کړى
د هدف جواب کښې قامى ټيم صرف په څلور اوويا رنزونو پويلين ته واپس کيدو سره د يو لوئى شکست سره مخ شويدى
د ګرين شرټس لخوا رومان رئيس شپاړس ، محمدعامر څوارلس او فهيم اشرف لس ولې سرفراز احمد څوارلس رنزونو سره ناټ آؤټ پاتې شوې
د کيويز طرف نه ټرينټ بولټ پنځه وکټې اخيستې او د ميچ په کاميابۍ کښې ئې مهم کردار ادا کړے

حصہ