د ترقياتى کارونو په معيار او مقدار باندې به د هيچا سره سمجهوته نه شي کولے

0
15
پېښور نه د ګلونو ښار جوړولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړے شوي: عنايت الله

د خيبر پښتونخوا د بلدياتو صوبائي وزير عنايت الله وئيلي دى چې د ترقياتى کارونو په معيار او مقدار باندې به د هيچا سره سمجهوته نه شي کولے
په بره دير چکياتن يونين کونسل کښې د مختلفو روډونو د پرانستې په موقع صوبائي وزير عنايت الله خان اووئيل چې د ترقياتي منصوبو په جوړولو کښې دې د معيار او مقدار خاص خيال اوساتلې شى ګنې د ټهيکدار په ضد به سخته کاروائي کولې شى
هغه اووئيل چې صوبائي حکومت د پسمانده علاقو په ترقې کښې خصوصي دلچسپې لرى او هم دغه وجه ده چې د دير غوندې په پسمانده ضلع کښې په اربونو روپو ترقياتى کارونه روان دى
د هغه ويناوه چې صوبائي حکومت د محکمو نه کرپشن او کميشن خاتمه کړيده او ټولې منصوبې به په شفافيت سره سرته رسى
په دې موقع ممبر قومي اسمبلي صاحبزاده طارق الله ضلعى ناظم صاحبزاده فصيح الله تحصيل ناظم مير مخزن الدين او ټى ايم او باچا زاده هم ويناګانې اوکړې

حصہ