د سپريم کورټ او هائى کورټ دائره اختيار بل منظورى فاټا اصلاحاتو په طرف وړومبې قدم دے

0
26

وزيراعظم شاهدخاقان عباسى د سپريم کورټ او هائى کورټ دائره اختيار قبائلى سيمو ته غزولو په بابله قامى اسمبلۍ نه د بل په منظورۍ قام له مبارکى ورکړې او وئيلې ئې دى چې د بل منظورى فاټا اصلاحاتو په طرف وړومبې قدم دے
وزيراعظم هاوس له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى دى چې وزيراعظم شاهدخاقان عباسى قبائلى سيمو ته د سپريم کورټ او هائى کورټ دائره اختيار غزولو په حواله د قامى اسمبلۍ نه د بل په پاس کيدو قام له مبارکى ورکړېده
د وزيراعظم وينا وه چې د فاټا اولس تير اويا کالو راهسې د خپل حقونو نه محرومه ساتلى شوى وو او دا چې قامى اسمبلۍ نه د بل منظورى فاټا اصلاحاتو په طرف وړومبې ګام دے
وزيراعظم شاهدخاقان عباسى زياته کړه چې دې بل منظورۍ سره به قبائلى سيمو کښې د مودو راهسې لاګو ايف سى آر هم ختم شى

حصہ