د پيښور پوليسو درې لويو کاروايانو دوران د کروړاو روپو مختلف قسم اسلحه برامد کړيده

0
53

د پيښور پوليسو درې لويو کاروايانو دوران د کروړاو روپو مختلف قسم اسلحه برامد کړيده، په دغه موقعه اووه ملزمان هم ګرفتار کړې شويدى ،اسلحه پنجاب ته سمګل کولو کوشش کيدو
تفصيلاتو تر مخه د پيښور پوليسو بيله بيلو کاروايانو دوران په لوئى مقدار کښې اسلحه برامد کړيده، دکوم ماليت چې کروړونو روپۍ ښودلې کيږى
اسلحه سمګل کولو کښې ککړ اووه ملزمان هم ګرفتار کړې شويدى
تفصيلات زياتوى چې دپيښور ماشوخيلو سره تعلق لرونکى سمګلر دغه اسلحه د اوبو ټينکر او د ټرک خفيه خانو کښې سمګل کولو کوشش کولو کوم چې دپيښور پوليسو ناکامه کړو
پنجاب ته سمګل کيدونکى اسلحه کښې دوه سوه څلور اوويا کلاشنکوف ،يوسل يوويشت رائفلز ،يو جے تهرى ،او د سلو نه سيوا مختلف بور والا تمانچى ،څوارلس چائينه رائفلز او ديارلس عدد ډنګر بور رائفلز،يوولس ريپيټرز،او د مختلف بورونو يو لاکهـ يوڅلويښت زرو نه زيات مختلف قسم کارتوس برامد کړې شويدى

حصہ