د کسټم عدالت د اين ټى ايس ډائريکټر هارون رشيد نا قابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ جارى کړيدې

0
15

د کسټم عدالت د منى لانډرنګ او ټيکس غلا کيس کښې د اين ټى ايس ډائريکټر هارون رشيد د ګرفتارۍ نا قابل ضمانت وارنټ جارى کړيدې
د پنډۍ حصوصى کسټم جج محمد شيراز کيانى په عدالت کښې د اين ټى ايس په ضد منى لانډرنګ او ټيکس د غلا کيس سماعت اوشو سماعت دوران د ايف بى آر ادارې ډائريکټوريټ انټلى جنس اينډ انوسټى ګيشن ان لينډ ريونيو لخوا درخواست جمع کړې شو چې پکښې هغوى د تفتيش دوران د ملزمانو نه د پنځلس بينک اکاؤنټونه معلومات د منى لانډرنګ مد کښې رقم دوه اربه نه درې اربه شپيته کروړه دوه څلويښت ته رسيدلو په اړه درخواست جمع کړو او خواست ئې اوکو چې عدالت دې دغه د بينکونو پنځلس اکاؤنټس او د اين ټى ايس ودانې سيل کولو حکم جارى کړې
چې وروستو د پنډۍ حصوصى کسټم جج درخواست د سماعت لپاره منظور کړې او متعله تنانو ته ئې نوټس جارى کړې
څرګنده دې وى چې په دغه کيس پنځه ملزمان د يو يو لاکهـ روپو د ضمانت مچلکے عدالت کښې جمع کړى وى ولې د ډائريکټر عدالت ته نه وړاندې کيدو لوجې ډائريکټر اين ټى ايس هارون رشيد د ګرفتارۍ نا قابل ضمانت وارنټ جارى کړې د کيس بل سماعت به ديرشم جنورۍ کيږى

حصہ