شاه زيب قتل کيس په مقدمه کښې سپريم کورټ د ټولو ملزمانو قابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ جارى کړې

0
33

کراچۍ کښې پنځه کاله وړاندی وژلې شوى شاه زيب قتل کيس په مقدمه کښې سپريم کورټ د ټولو ملزمانو قابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ جارى کړې او ملزمانو نومونه ئې هم په اي سي ايل کښې اچولو امر کړيدې
سپريم کورټ کښې سول سوسائټۍ لخوا درج کړې شوي درخواست سماعت په وخت سپريم کورټ کراچۍ رجسټری کښې چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کښی سپريم کورټ بينچ شاه زيب قتل کيس مرکزي ملزم شاه رخ جتوئی په ګډون درې نور ملزمانو قابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ جاري کړې او امر ئې کړی چې د دوئي نومونه دې په اي سي ايل کښې واچولې شي،تر دې وړاندی سندهـ هائيکورټ کښې شاه زيب پلار اورنګزيب لخوا ملزمان معاف کولو په اړه درخواست جمع کولو وروستو سندهـ هائيکورټ څلور وانړه ملزمان خوشي کړي وؤ،شاه زيب په کال دوه زره دوولسم کښې د کراچۍ په ډيفنس سيمه کښې شاه رخ جتوئي لخوا د نورو ملګرو په مرسته وژلې شوې وؤ او د هغه وخت چيف جسټس افتحار محمد چوهدری لخوا هغه قتل ازخود نوټس اخيستې شوې وؤ

حصہ