قبائلى وګړو ته آئينى او قانونى حق ملاويدو باندې مبارکى ورکوو

0
36
Nawaz Sharif

د مسلم ليګ ن مشر ميانوازشريف هم قبائلى سيمو ته د سپريم کورټ او هائى کورټ دائره اختيار غزولو بل منظورۍ باندې قوم له مبارکى ورکړى او وئيلې ئې دى چې د ملک آئين په دائره کښې شامليدو سره د قبائلى وګړو مطالبه پورا شوېده
نوازشريف له طرفه جارى شوى بيان کښې قبائلى وګړو ته آئينى،قانونى او جمهورى حق ملاويدو باندې مبارکى ورکړې شوېده
هغه د فاټا حقونو بحالۍ لپاره د سياسى ګوندونو او فريقينو هلې ځلې ستائيلى او وئيلې ئې دى چې د ملک پرمختګ او سلامتيا لپاره مونږ ټولو له په شريکه کوششونه کول پکار دى
نوازشريف زياته کړه چې حکومت د قبائلو محرومې د ختمولو بنياد کېښود اوس به د دوى په زخمونو مرهم ږدو
د مسلم ليګ مشر دا هم ووئيل چې فاټا نه تر کراچۍ پورې پرامن او ترقۍ په لور روان پاکستان د هرچا خواهش دے او ن ليګ چې اولس سره کوم لوظونه کړى وو هغه ټول پورا کړې شول

حصہ