محکمه صحت هر ډويژن هيډکوارټر هسپتالونو کښې امراض قلب ليبارټريز جوړولو فيصله کړيده

0
30

د خيبرپښتونخوا محکمه صحت د صوبې هر ډويژن هيډکوارټر هسپتالونو کښې امراض قلب ليبارټريز جوړولو فيصله کړيده ، په دې اړه هر ډويژنل هيډ کوارټر هسپتال کښې ليبارټرى سينټر جوړولو په اړه محکمه منصوبه بندى و ترقى ته مراسله هم ليږلې ده
خيبرپښتونخوا محکمه صحت لخوا جارى شوې مراسلے ترمخه صوبې کښې د زړه مريضانو شميرے مناسبت سره مريضانو ته نيزدې او اسان سهوليات ترلاسه کولو په اړه ډويژنل هيډ کوارټر هسپتالونو کښې امراض قلب ليبارټرى جوړولو فيصله کړيده،مراسلے کښې وئيلى شوى چې دې سره به دصوبې غټ هسپتالونو باندې مريضانو بوجهـ کم شى بلکه په يوې ليبارټرې باندې پنځويشت کروړه روپۍ لاګت راځى په دې اړه محکمه منصوبه بندى و ترقى ته هم محکمه صحت مراسله ليږلې ده
مراسله زياتوى چې محکمه صحت په صوبې مردان ميډيکل کمپليکس ، ډى ايچ کيو هسپتال کوهاټ، خليفه ګل نواز بنو او مفتى محمود هسپتال ډى آئى خان کښې ليبارټرى جوړولو هدايت کړې ، په دغه ټولو ليبارټريانو باندې به په مشترکه توګه يو ارب روپو بجټ لږى،محکمه صحت ترمخه پيښور هزاره ډويژن کښې اول نه امراض قلب ليبارټرى مراکز قائم کړې شويدې

حصہ