مونږ قانون سازي نشو کولې قانون سازي او اصلاحات کول قانون سازانو کار دې

0
21
قصور پېښې سره د ټول قام سر د شرم نه ښکته شوے: چيف جسټس ثاقب نثار

مونږ قانون سازي نشو کولې قانون سازي او اصلاحات کول قانون سازانو کار دې،چيف جسټس آف پاکستان ثاقب نثار کراچۍ کښې دستوری ته وينا، وائې چې په ټوله نړۍ کښې مقدمات د تاخير ښکارکيږي،ججانو ته ئې مشوره ورکړی چې هغوى دې فيصلې په په ميرټ اوکړى
کراچۍ کښې يوې دستورې ته وينا په وخت چيف جسټس آف پاکستان وئيلي چې دوئي مقننه ندي چې قانون سازي اوکړي،قانون سازي او اصلاحات کول قانون سازانو کار دې،چيف جسټس ثاقب نثار دا هم وئيلي چې انصاف کښې تاخير تر ټولو غټه مسئله ده،خلق شکايت کوي چې په وخت ورته انصاف نه ورکولې کيږي،هغوي خبره صحيح ده خو په ټوله نړۍ کښې فيصلې د ځنډ ښکار کيږي ولې عدليه سره تړلي کسانو ته پکار دي چې فيصلی ورکولو په وخت انصاف نه کار واخلي او په ميرټ فيصله اوکړي،چيف جسټس ثاقب نثار زياته کړی چې ډېر خلک عدالت ته د تلو ويری لوجې مسئله پخپله حل کوي او ډيرې مقدمې داسې هم وى چې کله سپريم کورټ ته راشي نو معلومه شي چې کس بے ګناه دې خو ولې څو څو کاله ئې په جيل کښې تير کړي وي، دوئې وئيلي چې دوئي ته تر ټوله ښه کار په پنجاب کښې تر سترګو شوې،دلته
ئې انفارميشن ټيکنالوجي نه کار اخيستې شوې او ماډل کورټس جوړ کړې شويدې

حصہ