د تحريک انصاف چئېرمېن عمران خان ډونلډ ټرمپ سره ملاقات د زهرو ګوټ ګرځولے

0
37

د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان په ډونلډټرمپ باندې شديد تنقيد کړے ، کپتان وئيلى دي که راتلونکى عام انتخابات کښې وزيراعظم جوړ کړے شم نو د مجبورۍ نه به ټرمپ سره ملاقات کوم

امريکې خبرى ادارې ته ورکړې شوى انټرويو کښې د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان وئيلى دي چې د ټرمپ ټويټ انتهائى توهين آميز وو او دا چې د امريکې پاکستان سره رويه ښه نه ده، حالانکې د ترهه ګرۍ په جنګ کښې پاکستان د امريکې نه زياتې قربانيانې ورکړى ،
د کپتان مطابق امريکې پاکستان نه د ترهه ګرۍ په جنګ کښې د قربانۍ ګډورې جوړولو کوشش کړے خو ولې پاکستان ترهه ګرۍ کښې ملوث نه بلکې پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ خاتمه غواړى
کپتان په خپله انټرويو کښې دا هم وئيلى چې که چرې راتلونکى عام ټاکنو کښې وزيراعظم جوړ شو نو د ټرمپ سره به ملاقات ضرور کوى کوم به چې د تريخ ګوټ نه کم نه وى

حصہ