د قومي ترانې او شاهنامه اسلام خالق حفيظ جالندهري 118 يوم پيدائش

0
15

د اسلامي جمهوريه پاکستان د قومي ترانې او شاهنامه اسلام خالق ابوالاثر حفيظ جالندهري نن يوسل اتلسم يوم پيدائش نمانځلے کيږي
حفيظ جالندهري په څوارلسمه جنورۍ کال نورلس سوه کښې د بهارتي پنجاب په جالندهر ښار کښې پيدا شوے وو ، حفيظ جالندهري د قران پاک ناظرې نه د ابتدائي تعليم آغاز کړے وو او نورلس سوه نهه کښې ئې دوآبه آريه سکول کښې داخله واخسته چرته نه چې په هغوي کښې د حريت جذبه پيدا شوه ، حفيظ جالندهري خپل وړومبے کتاب شاهنامه اسلام ليکلے وو په کوم کښې چې ئې د اسلامي دور ابتدائي جنګونو ډېر په ښه انداز کښې ذکر کړے وو، جالندهري غزل وئيونکے او نعت خوان هم وو ، په اردو شاعرۍ او پاکستان لپاره ئې مثالي خدمات هم ترسره کړي
د پاکستان د آزادۍ نه پس د ملک لپاره اووه سوه نه سېوا ترانې ليکلے شوې وې په کومو کښې چې د حفيظ جالندهري ترانه په کال نورلس سوه څلور پنځوس کښې منظور کړے شوه او هم په دغه کال څوارلسم اګست باندې په وړومبي ځل د هغوي په آواز کښې دغه قومي ترانه په ريډيو پاکستان نشر کړے شوه
حفيظ جالندهري په يوويشتم دسمبر کال نورلس سوه دوه اتيا کښې د د دې فاني دنيا نه کوچ اوکړو ، مرحوم اول په ماډل ټاون کښې امانتاً ښخ کړے شوے وو او بيا وروستو ئې د هغوي مزار مينار پاکستان ته منتقل کړو

حصہ