آئى ايم ايف سره زمونږ بهترين مذاکرات شوى ، شوکت ترين

په امريکه کښې موجود پخواني وزيرخزانه شوکت ترين وئيلي دي چې آئي ايم ايف سره زمونږ بهترين مذاکرات اوشول، د مذاکراتو ناکامۍ حوالې سره خبرونو کښې هيڅ صداقت نشته، اميد دے چې مذاکرات به کامياب شي، شوکت ترين وائي چې مونږ خپل ډيډلائن نۀ دےکراس کړے، بينکر هميشه د ډو مور مطالبه کوي

د پاکستان پخوانے وزيرخزانه شوکت ترين آئي ايم ايف سره مذاکراتو لپاره دا وخت په امريکه کښې موجود دے، شوکت ترين د ميډيا سره خبرې کړي، وائي چې د پاکستان ، آئي ايم ايف سره بهترين مذاکرات شوي، او د دې مذاکراتو به نتائج ډير زر مخې ته راشي، خو دې لړ کښې هيڅ ټائم فريم نۀ شو ورکولے، شوکت ترين وئيلي دي چې پاکستان کښې داسې تاثر ورکولے کيږي چې ګينې د آئي ايم ايف سره زمونږ مذاکرات ناکامه شويدي، په دې خبرونو کښې هيڅ صداقت نشته، اميد دے چې آئي ايم ايف سره به د پاکستان مذاکرات کامياب شي، شوکت ترين وئيلي دي چې مذاکراتو کښې مونږ خپل ډيډلائن نۀ دے کراس کړے، مذاکرات کافي مفيد وو، هر بينکر هميشه د ډومور مطالبه کوي، بلخوا وزارت خزانه وئيلي دي چې د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه مذاکرات مثبت په لور روان دي، دا وخت آئي ايم ايف سره د وفود په سطح تيکنيکي خبرې جاري دي