آئى ايم ايف سره شوى مذاکراتو تفصيلات دې اولس ته په ډاګه کړې شى ، نيئرحسين بخارى

پيپلز پارټۍ غوښتنه کړې چې د حکومت او آئي ايم ترمينځ دې مذاکراتو تفصيلات عوام ته په ډاګه کړې شي، نيئر حسين بخاري وائي چې د پي ټي آئي حکومت او آئي ايم مذاکرات ناکامه شوي او دا د حکومت په مخ د ناکامي څپيړه ده

خپل يو بيان کښې د پيپلز پارټۍ مشر نيئر حسين بخاري وئيلي چې داسي اطلاعات راغلي چې د حکومت او آئي ايم ايف ترمينځ مذاکرات ناکامه شويدي نيئر حسين بخاري اووئيل چې آئي ايم ايف سره د مذاکراتو ناکامي د وفاقي حکومت په مخ د ناکامې څپيړه ده هغه اووئيل چې آئي ايم ايف سره مذاکرات ناکامه کيدو سره يو شمير سوالونه پورته شويدي نيئر حسين بخاري مطابق شوکت ترين وئيلي وو چې آئي ايم ايف مذاکراتو لپاره د ټيکس نور سيوا کولو شرط ايښودې و