آئي ايم ايف رارسره ښه سلوک نه کوي

آئي ايم ايف رارسره ښه سلوک نه کوي،دوه هفتو کښې دننه به يو دوست ملک نه درې اربه ډالره ميلاؤ شي ، وزير خزانه اسحاق ډار نجي ټي وي سره انټرويو، وائي چې عمران خان خواهش دے چې ملک د ډيفالټ ښکار شي ، خو داسې به نه کيږي، اسحاق ډار په مفتاح اسماعيل هم تنقيد کړے ، وائي چې هغه نه دې پوښتنه اوکړے شي چې هغه شپږ مياشتو کښې د څومره پيسو انتظام کړے وو؟ خبرې کول ډير آسان دي
اسحاق ډار خپلې انټرويو کښې وائي چې کوم ملک مونږ ته پيسې راکوي د هغه ملک فې الحال نوم اخيستل نه غواړم، خو دا خبره پخه ده چې دغه درې اربه ډالره به اوس دوه هفتو کښې دننه پاکستان ته ميلاؤ شي، دې سره به د ملک زرمبادله حالت ښه شي اسحاق ډار د خپلې پارټۍ سره تعلق لرونکي پخواني وزير خزانه مفتاح اسماعيل باندې هم تنقيد کړے ، وائي چې هغه نه دې پوښتنه اوکړے شي چې شپږ مياشتو کښې ئې د څومره پيسو انتظام کړے وو وزير خزانه ووئيل چې عالمي مالي ادارے(آئي ايم ايف) دا وخت غير معمولي ډول معامله کوي،مونږه د آئي ايم ايف منتونه نشي کولے، که آئي ايم ايف نه راځي نو مينج به کړو اسحاق ډار وائي چې عمران خان خواهش دے چې ملک د ديفالټ ښکار شي ، خو داسې به نه کيږي،ټولې ادائيګيانې به په وخت کولے شي، عمران خان په رياست باندې سياست ته ترجيح ورکوي، عمران خان دې اليکشن ته انتظار اوکړي،