آئي ايم ايف لخوا پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو امدادي پيکج ميلاويدو امکان دے

0
83
پاکستان دآئي ايم ايف په مشوره مالې کال بجټ تيار کړي، آئي ايم ايف

د نړيوالې مالياتي ادارے آئي ايم ايف لخوا پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو امدادي پيکج ميلاويدو امکان دے، سرچيني وائي چې په دي سلسله کښې د وفاقي حکومت او آئي ايم ايف ترمينځه مذاکرات په آخري مرحلو کښې داخل شوي ، امکان دي چې د اپريل مياشتي دوران پاکستان ته دغۀ فنډ ورکړې شي او حکومت ئې راتلونکي بجټ کښې شامل کړې
يو اعلي حکومتي عهديدار د نوم نه ښکاره کولو په شرط ميډيا ته وئيلي دي چې راتلونکي هفته کښې به د پاکستان لخوا د ويډيو لنک په ذريعه د ټينيکل سټاف په کچ د آئي ايم ايف سره رابطه کيږې او ورپسي بله هفته کښې د خزاني وزير اسد عمر هم رابطه کوي
هغه زياته کړيده چې که چرۍ ضرورت پيښ شو نو د سټاف په کچ دوه اړه خيزه ملاقات هم کيديشي
حکومتي عهديدار مطابق په دي سلسله کښې له وس هم ډير پاتي دي ولي امکان دي چې د اپريل مياشتي دوران حتمي لوظنامه اوشي چې ترمخه به ئې د نړيوالې مالياتي ادارې لخوا پاکستان ته شپږ اربه ډالرو امدادي پيکج ورکولې کيږې او حکومت به ئې د راتلونکي بجټ برخه جوړه وي
هغه داهم وئيلي دي چې د دواړخونو ترمينځه په لويه پيمانه ذهني هم آهنګي پيدا شويده او د يو بل سره د نزدي همکارۍ عزم څرګند کړې شويدي