آئي جي سندهـ کرپټ افسران په ګوته کولو لپاره کمیټي جوړه کړې

آئي جي سندهـ کرپټ افسران په ګوته کولو لپاره کمیټي جوړه کړې

سندهـ پولیسو مشر کلیم امام کرپټ پولیسو افسرانو پرضد کاروائي کولو فیصله کړې ده،پولیس سرچینې وائي چې پولیسو مشر افسرانو ته خبردارې ورکړې چې ځانونه دې سم کړي او یا دې سزا ته ځانونه تیار وساتي.
سرچینو نه ترلاسه شوي خبرونو له مخې سندهـ پولیسو مشر کلیم امام کرپټ،رشوت خور او داسی په نوره جرائم کې ککړ پولیس افسرانو او اهلکارو پرضد کاروائی لپاره یو کمیټي جوړه کړې چې مقصد یې بدعنوان پولیس افسران په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کول دي.سرچینې دا هم وائي چې په دغه کمیټۍ کې ‌‌‌‌‌‌ډاکتر آفتاب،امیر شیخ ،مقصود میمن،ولی الله دل او ‌‌‌‌‌‌ډي آئي جي خادم حسین رند شامله دي.سرچینې زیاته وي چې کیمټۍ ته اختیار ورکړې شوی چې هغوي رشوت خور او داسی په نور جرائم کې ککړ پولیس افسرانو او اهلکاذو نومونه مخې ته راولي او له دې وروسته به آئي جي سنده یې پرضد کاروائي په عمل کې راولي.ویل شوي چې افسرانو او اهلکارو ته انتباه شوې چې هغوي دې ځانونه نور جرائم نه بچ وساتي ګني سزا ته دې تیار شي