آئي سي سي دپاکستان او بنګله ديش ترمينځه ټي ټوئنټي سيريز لپاره د ميچ آفيشلز اعلان کړے

آئي سي سي دپاکستان او بنګله ديش ترمينځه ټي ټوئنټي سيريز لپاره د ميچ آفيشلز اعلان کړے

انټرنيشنل کرکټ کونسل د پاکستان او بنګله ديش ترمينځه ټي ټوئنټي سيريز لپاره د ميچ آفيشلز اعلان کړېدے، احسن رضا او شوزب رضا به د آن فيلډ امپائرنګ او د سري لنکا رنجن مدوګالے به د ميچ ريفري فرائض ترسره کوي
د پاکستان او بنګله ديش ترمينځه به ټي ټوئنټي سيريز د څليرشتمې جنورۍ نه شروع کيږي، وړومبے ميچ به په چوبيس، دويم په پچيس او دريم ټي ټوئنټي ميچ به په ستائيس جنورۍ لوبيږي، د پاکستان او بنګله ديش ترمينځه ټي ټوئنټي سيريز لپاره انټرنيشنل کرکټ کونسل د ميچ آفيشلز اعلان کړېدے، د پاکستان احسن رضا او شوزب رضا به سيريز دوران د آن فيلډامپائرنګ فرائض ترسره کوي، احمدشهاب تهرډ او طارق رشيد فورت امپائرمقرر کړے شويدي، ولې د ميچ ريفري فرائض پخواني سري لنکن کرکټر رنجن مدوګالے ته سپارلے شويدي، د پاکستان او بنګله ديش ترمينځه به د ټي ټوئنټي سيريز درې واړه ميچونه د لاهور په قذافي سټيډيم کښې لوبولے شي