آئي سي سي نوے ون ډے رينکنګ جاري کړي

آئي سي سي نوے ون ډے رينکنګ جاري کړي،ټيم رينګنګ کښي ورلډ چيمئپن انګلينډ په ټاپ او پاکستان په شپږم نمبر دے بيټسمينانو رينکنګ کښي بابراعظم په دريم پوزيشن دے،ټاپ ټين بالرانو کښي د پاکستان يو باولر هم نه دے شامل
آئې سې سې نوے ونډے رينکنګ جارې کړې،ورلډ چيميئن انګلينډ يوسل پينځويشت پوائنټس سره په ټاپ پوزيشن برقرار دے،بهارت په دويم،نيوزې لينډ په دريم،آسټريليا په څلورم او پاکستان ټيم اووه نوې پوائنټس سره په شپږم نمبر دے
بيټنګ کښي د بهارت کپتان ويرات کوهلي په وړمبې ،روهت شرما دويم او د پاکستان بابراعظم په دريم نمبر دے،جنوبي افريقے لوبغارې فاف ډوپليسي څلورم او نيوزي لينډ راس ټيلر په پينځم پوزيشن دے
باولرانو کښي دبهارت جسپريت بمهرا په وړمبې ،د نيوزي لينډ ټرنټ بولټ په دويم او د جنوبي افريقے راباډا په دريم نمبر دے،ټاپ ټين باولرانو کښې د پاکستان يو باولر هم نه دے شامل
آل راونډرانو کښي د بنګله ديش شکيب الحسن په ټاپ،د انګلينډ بين سټوکس دويم،افغانستان محمد نبي دريم اوپاکستان عماد وسيم په څلورم نمبر دے