آئي سي سي ورلډ کپ کښې نيوزي لينډ آسانې سره افغانستان ته ماتې ورکړے

0
37
آئي سي سي ورلډ کپ کښې نيوزي لينډ آسانې سره افغانستان ته ماتې ورکړے

د آئي سي سي ورلډ کپ ديارلسم ميچ کښې نيوزي لينډ آسانې سره افغانستان ته اوو وکټو په زيان ماتې ورکړے او په ايونټ کښې ئي مسلسل درئمه کاميابې ترلاسه کړه، ولې پوائنټس ټيبل باندې خپل ړومبې پوزيشن برقرار ساتلې
ټاؤنټن کښې لوبيدلې ميچ کښې کيوې کپتان ټاس ګټلو ورستو افغانستان ته ړومبې بيټنګ کولو بلنه ورکړه، افغانستان ټول ټيم يوسل دوه اوويه رنزونو باندې آوټ شول
د افغانستان حشمت الله شهيدي نهه پنځوس رنزونو سره ټاپ اسکورر پاتې شو ولې حضرت الله څلور ديرش او نور علې يو ديرش رنزونو سره نمايا پاتې شو
نيوزي لينډ لطرفه جمې نيشن پينځه ولې فرګوسن څلور او ګرينډ هومے يو وکټ ترلاسه کړه
نيوزي لينډ آسان هدف درې وکټو په زيان پوره کړو، کپتان وليمسن نهه اوويه رنزونو سره ناقابل شکست پاتي شو، ټيلر اتا څلويښت او منرو دويشت رنزونه جوړ کړل، د افغانستان لخوا آفتاب عالم درې لوبغاړي آؤټ کړل