آئې جې د دهرنې په سيکيورټې معمور پوليس اهلکارو ته ناقصه خوراک ورکولو نوټس اخستې

آئې جې د دهرنې په سيکيورټې معمور پوليس اهلکارو ته ناقصه خوراک ورکولو نوټس اخستې

آئې جې اسلام آباد د جے يو آئې دهرنې په سيکيورټې معمور پوليس اهلکارو ته ناقصه خوراک ورکولو نوټس اخستې،هدايت ئې کړے چې پوليس ځوانانو ته دے ښه خوراک ورکړې شې
آئې جې اسلام آباد عامر ذوالفقار اسلام آباد دهرنه کښې په سيکيورټې ولاړ پوليس ځوانانو ته د ناقصه خوراک فراهمۍ نوټس اخستې دے،متعلقه افسرانو ته ئې هدايت کړې چې پوليس ځوانانو ته دے ښه خوراک ورکړې شې
د آئې جې په هدايت ډې آئې جې سيکيورټې وقار چوهان د غرمې ډوډۍ پوليس اهلکارو سره يوځائے خوړلې ده،ډې آئې جې هم پوليس اهلکارو سره په زمکه ناست دے،آئې جې عامر ذولفقار ډې آئې جې ته هدايت کړې چې د پوليس ځوانانو د خوراک دے هغه پخپله معائنه کوې او وخت په وخت دے ځوانانو سره ډوډۍ هم يوځائے خورې
پوليس اهلکارو شکايت کړے وو چې دهرنا کښې د سختې ډيوټۍ باوجود هم هغوې ته غير معيارې او ناقص خوراک ورکړے کيږې