آرمى چيف جنرل راحيل شريف شمالى وزيرستان لرى پرتې سيمې شوال دوره کړيده

0
87

آرمى چيف جنرل راحيل شريف شمالى وزيرستان لرى پرتې  سيمې  شوال دوره کړيده او هلته تعينات د پاک پوځ ځوانانو او افسرانو سره ئې  ملاقاتونه کړيدى

پاک پوځ ترجمان ادارے  آئي ايس پي آر له لوري جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې آرمي چيف جنرل راحيل شريف شوال کښې د آپريشن ضرب عضب آخري پړاؤ جاج اخيستي 
د شوال دورے په موقع آرمي چيف ته ورکړي شوي بريفنګ کښې وئيلي شويدي چې اته سوه مربع کلو ميټره علاقه د آپريشن ضرب عضب د لاري د دهشتګردو نه صفا کړې شوي او د عملياتو آخري پړاؤ روان دے 
آرمي چيف په دي موقع د پاک پوځ ځوانانو او افسرانو د پيشه وارانه کردار ستائينه کړي او وئيلي دي چې د دهشتګردو آخري ټکانو خاتمي پوري به عمليات روان وي 
آمي چيف حکومت ته د بے کوره شوي متاثرين جنګ خپلوکورونو ته د فوري واپسۍ غږ کړې