آرمى چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د آذربائيجان بحرى فوځ کمانډر ملاقات کړېدې

ارمى چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د آذربائيجان بحرى فوځ کمانډر ملاقات کړېدې،ملاقات کښې په دواړه خيزه تعلقاتو او د منطقې په سيکيورټي صورت حال خبرې اترې شوېدي،دواړه خيزه کچ باندې ټولو شعبو کښې سفارتي او سيکيورټي مرستې ته وده ورکولو باندې هم اتفاق شوېدے،آرمي چيف وائي چې پاکستان آذربائيجان سره تعلقاتو ته د قدر په نظر ګوري

آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د آذربائيجان بحري فوځ کمانډر جي ايچ کيو کښې ملاقات کړېدے، ملاقات کښې دواړه خيزه تعلقاتو او د منطقې په سيکيورټي صورت حال خبرې اترې شوېدي،آرمي چيف آذر بائيجان ته ترقياتي او دفاعي شعبو کښې د مرستې وړانديز کړې

په دے موقع آرمي چيف اوئيل چې پاکستان آذربائيجان سره تعلقاتو ته د قدر په نظر ګوري او دے سره رورولې تعلقاتو ته اهميت ورکوي، پاکستان به آذربائيجان ته دفاع او ترقې کښې هرممکن مرسته فراهم کوي

آرمي چيف د آزري فورسز پيشه وارانه صلاحيتونو، بهادرې هم ستائينه کړې، دواړو ترمينځه دواړو خيزه کچ باندې ټولو شعبو کښې سفارتي او سيکيورټي کښې مرستې ته وده ورکولو باندې هم اتفاق شوېدے