آرمي چيف جنرل باجوه د برطانوي نيشنل سيکيورټي ايډوائزر او وزير دفاع سره ملاقات کړيدے

آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه د برطانوي نيشنل سيکيورټي ايډوائزر او وزير دفاع سره ملاقات کړيدے ، آئي ايس پي آر وائي چې ملاقات کښې خطے په سيکيورټي صورتحال او افغان امن عمل باندې خبرې اترې شويدي
د آئي ايس پي آر لخوا جاري کړې شوي بيان مطابق د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه لندن کښې د برطانوي وزارت دفاع دوره کړي او هلته ئې د نيشنل سيکيورټي ايډوائزر او وزير دفاع سره ليده کاته کړيدي چې پکښې د خطے سيکيورټي صورتحال او افغان امن عمل باندې خبرې اترې شويدي
آئي ايس پي آر وائي چې ملاقات کښې برطانوي چارواکو د امن لپاره د پاکستان د کوششونه ستائنه کړي او د امن لړ کښې ئې د پاکستان کوششونه تسليم کړيدي