چیف اف ارمی سټاف جنرل سید عاصم منير د پيښور دوره کړي ده دوري په مهال خيبر پښتونخوا نګران وزير اعلي سره په اپيکس کميټۍ کښي شرکت نه علاوه خيبر پښتونخوا ويمن سينپوزيم دوزره ديرشتم کښي هم ګډون کړی
د ویمن سمپوزیم کښي شرکت کونکو ته په خطاب کې ارمی چيف جنرل عاصم منير اوويل چې ښځو د پاکستان په تاریخ کې د ملک په پرمختګ کې مثبت او مهم رول لوبولی دی او ده خېبرپښتونخوا زنانه د ترهگرۍ په ضد د اوږدې جگړې په نتيجه کې د د هر قسمه سخت چيلنجونو سره مخامخ شوې دي او مشکلاتو په مقابله کې يې د خپل استقامت، عزم او زړورتيا ثابته کړې ده.
خپل خطاب کښي ارمي چيف زنانو ته اوويل چي هغوی دي خیبرپښتونخواه او نوي ضم شوی ضلعو په ترقي او پرمختګ کې برخه واخلي.
دغه رنګ ارمي چيف جنرل عاصم منير خيبر پښتونخوا اپيکس کميټۍ غونډه کښي هم ګډون کړي
د اپیکس کمېټۍ غونډې په مهال د پوځ سرلښكر ته د سمګلنګ، ذخيره اندوز ي كولو او د نشه يي موادو په ضد د اقداماتو پشمول د ټول امنيتي صورتحال په اړه بريفنګ وركړې شوي دي
ياده دي وي چي د پوځ سرلښكر ته تر رسېدو وړاندې د پېښور كور كمانډر هركلى کړي