آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه به وائټ هاوس کښې د ميټنګ نه پس د پنټاګون دوره کوي

پيښور هائيکورټ کښې د ارمي چيف په ملازمت کښې د توسيع چيلنج کړے شوي

آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه به وائټ هاوس کښې د ميټنګ نه پس د پنټاګون دوره کوي،د ډي جي آئي ايس پي آر ميډيا سره خبري،وائي چي آرمي چيف به د امريکې قائم مقام وزير دفاع رچرډ سپنر پشمول د امريکې فوج نور اعلي چارواکو سره ملاقاتونه کوي
واشنګټن کښې ميډيا سره خبرو کښې ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چي آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه به د وزيراعظم وفد د رکن په حيث وائټ هاوس کښې کيدونکي اجلاس کښې ګډون کوي
ډي جي آئي ايس پي آر وائي چي وائټ هاوس کښې د ميټنګ نه پس به آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه د پنټاګون دوره کوي او هلته به د امريکې قائم مقام وزير دفاع رچرډ سپنسر سره ملاقات کوي
آرمي چيف به د امريکې چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف جنرل جوزف ډنفورډ او چيف آف سټاف جنرل مارک اے ملے سره بيل بيل ملاقاتونه کوي