آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه د ايرو ناټيکل کمپلکس دوره کړي

دترهه ګرۍ خلاف جنګ نتائج د سيمې امن او استحکام په صورت کښې رامخې ته شوې

آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه د ايرو ناټيکل کمپلکس دوره کړي او د ملک دفاع په حواله جاري منصوبو جائزه ئې اخستي ده،آرمي چيف خود انحصاري او نړي وال معيار ترلاسه کولو باندې د پاکستان ائير فورس او ايرو ناټيکل کمپلکس د کارکردګۍ ستائينه کړيده
ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې آرمي چيف کامره کښې د ايروناټيکل کمپلکس دوره کړيده
بيان ترمخه آرمي چيف ته ايروناټيکل کمپلکس کښې جاري منصوبو باندې تفصيلي بريفنګ ورکړي شويدے
جنرل قمر جاويد باجوه دفاعي صلاحيتونو کښې خود انحصاري او نړي وال معيار ترلاسه کولو په حواله د ايروناټيکل کمپلکس او پاکستان ائير فورس د کارکردګۍ تعريف کړيدے
دغه رنګ آرمي چيف د ائيرفورس ځوانانو سره هم ملاؤ شوې او د ملک دفاع لپاره ئې د دوي هلې ځلې وستائيلي