آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د ايران خارجه وزير ملاقات کړي

آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د ايران خارجه وزير ملاقات کړي

د پاک فوج سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه سره د ايران خارجه وزير جواد ظريف ملاقات کړيدي ، آئي ايس پي آر مطابق د دواړو مشرانو ترمينځه خپلمينځي او د منتطقي په بدليدونکي صورتحال د خيالونو بدلون شويدي
د پاک پوځ تعلقات عامه ادارے آئي ايس پي آر مطابق د ايران خارجه وزير جواد ظريف جي ايچ کيو کښې د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره ليده کاته کړيدي
آئي ايس پي آر وائي چې د ملاقات دوران د دواړو مشرانو ترمينځه خپلمينځي او د منطقي تيزۍ سره بدليدونکي صورتحال په حواله د خيالونو بدلون شويدي
د ملاقات په وخت د ايران خارجه وزير علاقائي امن و استحکام لړ کښې د پاکستان د مثبت کردار ستائينه اوکړه
آئي ايس پي آر مطابق آرمي چيف وئيلي دي چې جنګ د هيچ چا په مفاد کښې نه دے، ټولو فريقينو له منطقه د جنګ نه بچ کولو دپاره کوششونه کول پکار دي