آرمي چيف لوئے اختر په ډيوټۍ مامور اهلکارو سره نمانځلے دے

0
96

آرمي چيف جنرل راحيل شريف د باجوړ ايجنسۍ دوره کړېده او لوئے اختر ئې په ډيوټۍ مامور پوځي او ايف سي اهلکارو سره نمانځلے دے
د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه آرمي چيف جنرل راحيل شريف باجوړ ايجنسۍ کښې تعينات پوځي ځوانان او ايف سي اهلکارو سره لوئے اختر نمانځلے دے
په دې موقع د مقامي مشرانو يو جرګې هم آرمي چيف جنرل راحيل شريف سره ليده کاته وکړل او دهشتګردۍ په ضد جنګ لپاره ئې د پاک پوځ ستائنه وکړه
قبائلي مشرانو ووئيل چې باجوړ ايجنسي دهشتګردو نه پاکه کړې شوېده او بيا به دهشتګرد سيمې ته پرنښودې شي
آرمي چيف قبائلي وګړو ته يقين دهاني ورکړه چې ايجنسۍ کښې امنيت بحالۍ او سول ادارو پوره مضبوطيا پورې موجود وي او روان کار به نيمګړې هيڅ کله هم پرې نه دي