آرمي چيف په شمالي وزيرستان کښې د آپريشن ضرب عضب آخري مرحلې د شروع کولو هدايات جاري کړي

0
24

آرمي چيف جنرل راحيل شريف په شمالي وزيرستان  کښې د آپريشن ضرب عضب آخري مرحلې د شروع کولو هدايات جاري کړي او وئيلي دي چې په شمالي وزيرستان کښې د ترهه ګرو، د هغوي خفيه خانو او د سهولت کارو ختمون کړے شويدے

دا خبرې آرمي چيف جنرل راحيل شريف د شمالي وزيرستان دورې په موقع د فوځي ځوانانو سره کړيدي
د پاک فوځ سرلښکر د شمالي وزيرستان په شوال او دته خيل سيمو کښې د جاري آپريشن ضرب عضب جائزه اخستې او په دې موقع د پاک فوځ لښکر ته د آپريشن دوران د کاميابو په اړه هم بريفنګ ورکړے شويدے
آئي ايس پي آر وئيلي چې آرمي چيف جنرل راحيل شريف د شمالي وزيرستان مختلفو مورچو دوره کړې او هلته ئې د فوځي ځوانانو سره ملاقاتونه کړي او د هغوي حوصلې ئې وچتې کړيدي
آرمي چيف جنرل راحيل شريف وائي چې د پاک فوځ ځوانان د آپريشن آخري مرحلې لپاره تيار دي او د ترهه ګرو سهولت کارو خاتمه کړے شوېده
آرمي چيف زياته کړې شوال کښې د ځائي خلقو په مرسته سره ترهه ګر او د هغوي مرستيال ختم کړے شوي او مقامي خلقو هم د ترهه ګرو نه خلاصون غوښتو