آرمې چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د چين د پيپلزلبريشن آرمې کمانډر ملاقات کړې

0
16

آرمې چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د چين د پيپلزلبريشن آرمې کمانډر ملاقات کړې،ملاقات په موقع آرمې چيف وئيلې دې چې پاک فوج د سې پيک سيکيورټې يقينې کولو لپاره پرعزم دے
آئې ايس پې آر مطابق آرمې چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د چين پيپلزلبريشن آرمې کمانډر جنرل هين ويګيو جې ايچ کيو پنډۍ کښې ملاقات کړےد ے،جې ايچ کيو ته رارسيدو باندې د چين کمانډر ته ګارډ آف آنر هم وړاندے کړے شوے دے،دچين کمانډر په يادګار شهدا باندې ګلونه هم ايښودے دې
آئې ايس پې آر مطابق آرمې چيف او د چين کمانډر ترمينځه ملاقات کښې پيشه ورانه چارو او علاقائې سيکيورټې متعلق خبرے اترے شوے دې
په دے موقع د آرمې چيف وينا وه چې پاک فوج د سې پيک سيکيورټې لپاره پرعزم دے
د چين پيپلز لبريشن آرمې کمانډر دهشتګردې خلاف جنګ کښې د پاک فوج قربانې هم ستائيلې دې