آزادې مارچ شرکا نه تپوس پکار دے چې هغوې آزادې د چا نه غواړې؟: عمران خان

آزادې مارچ شرکا نه تپوس پکار دے چې هغوې آزادې د چا نه غواړې؟: عمران خان

د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان ګلګت بلتستان کښې جلسې ته خطاب کښې مخالفو ډلو او آزادې مارچ باندې شديد تنقيد کړې،وئيلې دې چې آزادې مارچ شرکا نه تپوس پکار دے چې هغوې آزادې د چا نه غواړې؟مولانا فضل الرحمان اسلام او ملک دواړه بدنامه وې،مولانا صيب الزام لګوې چې پاکستان باندې يهوديان قبضه کوې،د مولانافضل الرحمان په موجودګۍ کښې يهوديانو ته د پاکستان خلاف د سازش ضرورت نيشته،د مخالفو ډلو آزادې مارچ باندې بهارت پشمول د پاکستان ټول دښمن طاقتونه خوشحاله دې،عمران خان يو ځل بيا اعلان کړې چې اين آر او به چا ته نه ميلاويږې،د نواز شريف ځامن او شهباز شريف ځوم د ملک نه بهر تښتيدلې دې