آزاد کشمير کښي ديوپل ماتيدو پيښه کښي ډوب شوي دڅلور کسانو مړي راويستي شوي

0
14
آزاد کشمير کښي ديوپل ماتيدو پيښه کښي ډوب شوي دڅلور کسانو مړي راويستي شوي

آزاد کشمير کښي ديوپل ماتيدو پيښه کښي وادي نيلم ته په سيل تلي دلاهورمختلف ميډيکل کالجونو ديرش نه سيوا طالب علمان اوبو ته غورزيدلي ، ائي ايس پي آر وائي چه دڅلور کسانو مړي اوبونه راويستي شوي او يوولس ژوبل کسان د هيلي کاپټر په زريعه مظفر آباد ته منتقل کړي شو
تفصيلاتو ترمخه د مدني ټاؤن فيصل آباد اوشريف ميډيکل کالج لاهور طالب علمان دآزاد کشمير سيل لپاره راغلي وو، نن د وادي نيلم علاقي آټهـ مقام دچکر دوران د طالب علمانو يو ټولګي په يو زوړ پل تصويران ويستل چه ناڅاپي دغه د رسو پل مات شو او پنځه ديرش نه سيوا طالب علمان تيز اوبو کښي لاهو شول،
د آزاد کشميروزيراعظم د پيښي روستو د فوري هنګامي کاروائي هدايت جاري کړي ، امدادي اداري وائي چه تراوسه پنځه کسان اوبو نه ژوندي راوستي شوي او د نوروبيدرکه تنانو لټون روان دے
بلخواد پاک فوځ ترجمان ادره وائي چه دپيښي روستودڅلور کسانو مړي اوبونه راويستي شوي۔ دائي ايس پي آر بيان زياتوي چه يوولس ژوبل کسان د هيلي کاپټر په زريعه شاه کوټ نه مظفر آباد ته منتقل کړي شوي