آسټريليا او انګلينډ به هم راتلونکي کال کښې د پاکستان دوره کوي

آسټريليا او انګلينډ به هم راتلونکي کال کښې د پاکستان دوره کوي

چيئرمين پاکستان کرکټ بورډ احسان ماني د راولپنډي کرکټ سټيډيم دوره کړې او د انتظاماتو جائزه ئې اخستې ده، احسان ماني وئيلي دي چې پاکستان د کرکټ پشمول د هرقسمه لوبو لپاره پرامنه ملک دے، بنګله ديش سره خبره روانه ده، آسټريليا او انګلينډ به هم راتلونکي کال کښې د پاکستان دوره کوي
چيئرمين پي سي بي احسان ماني د راولپنډي کرکټ سټيډيم دورې په موقع د انتظاماتو جائزه اخستې، احسان ماني ته په دې موقع د انتظاماتو حوالې سره بريفنګ هم ورکړے شويدے،چيئرمين پي سي بي ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چي پاکستان کښې امن بحال شوے، د کرکټ پشمول د ټولو نړيوالو لوبو لپاره پاکستان اوس يو پرامنه ملک دے، احسان ماني وئيلي دي چې د بنګله دېش ټيم سره خبره روانه ده، راتلونکي مياشت کښې به د بنګله ديش يو وفد د پاکستان دوره کوي او د سيکورټي جائزه به اخلي، د انګلينډ او آسټريليا ټيمونه به هم راتلونکي کال کښې د پاکستان دوره کوي ، احسان ماني زياته کړېده چې که چرې يو ملک ته د سيکورټي اعتراضات وي نو مونږ دې خبر کړي، پاکستان د بهارت پشمول ټول نړيوال ملکونو سره باهمي سيريز لوبول غواړي، زمونږ خواهش دے چې اوس نړيوال ټيمونو سره د باهمي سيريز پاکستان ميزباني وکړي، دې سلسله کښې به د آئي سي سي په راتلونکي اجلاس کښې دا معامله هم وچتولےشي