آسټريليا هندوستان ته وړومبي ون ډے ميچ کښې شکست ورکړے

0
79
آسټريليا هندوستان ته وړومبي ون ډے ميچ کښې شکست ورکړے

د روهت شرما شاندار يو سل درې ديرش رنزونو اننګز باوجود هندوستان ته آسټريليا يو ورځني سيريز په وړومبي ميچ کښې شکست ورکړيدے
آسټريليا کښې د کوربه او هندوستان کرکټ ټيم ترمينځ جاري درې يو ورځني ميچونو سيريز اولني ميچ په سډني کښې اولولې شو
ميچ کښې آسټريليا ټاس ګټلو سره د بيټنګ فيصله اوکړه ، په مقرره پنځوس اوورونو کښې کنګروز دوه سوه اته اتيا رنزونه جوړ کړل چې پکښې پنځه وکټې هم سوځيدلي وې
آسټريليا لخوا عثمان خواجه ټول نه سيوا نهه پنځوس رنزونه سکور کړي وو
د آسټريليا دوه سوه اته اتيا رنزونو هدف ترلاسه کولو کښې هندوستان ناکامه شو
انډيا کرکټ ټيم نهه وکټو په ځيان مقرره پنځوس اوورونو کښې کښې صرف دوه سوه څلور پنځوس رنزونه جوړ کړې شول
د روهت شرما شاندار يو سل درې ديرش رنزونو باوجود آسټريليا هندوستان ته په څلور ديرش رنزونو شکست ورکړې