آسکر اېوارډ مېله کښې د بهترين فلم اېوارډ “دې شېپ آف دي واټر” په خپل نوم کړے

0
30
آسکر اېوارډ مېله کښې د بهترين فلم اېوارډ

د لس کم سلم آسکر اېوارډ يو ښکلے تقريب د امريکې ښار کېلېفورينا کښې منعقد کړے شوے چې پکښې “دي شېپ آف واټر” تر ټولو غوره فلم ګرځولے شوے دے او آسکر اېوارډ ئې په خپل نوم کړے دے۔
د روان کال بهترين فلم لپاره “دي شېپ آف واټر”، “کال مي بائے يور نېم”، “ډارکېسټ آور” او نور فلمونه منتخب کړے شوي وو خو ولې آسکر اېوارډ د “دي شېپ آف دي واټر” په برخه ورسېدو۔
تقريب کښې د تر ټولو غوره اداکار اېوارډ د “ډارکېسټ آور” فلم اداکار ګېري اولډ مېن له ورکړے شوے وے ولې د بهترين اداکارې اېوارډ د فلم “تهري بل بورډز آؤټ سائيډ اېبنګ ۔ مېسوري” اداکارې “فرانسز مېک ډورمنډ” په نصيب رسېدلے۔
د بهترين مرستيال اداکار اېوارډ د فلم “تهري بل بورډز آؤټ سائيډ اېبنګ ۔ مېسوري” اداکار “سيم روکويل” ګټلے دے ولې د غوره مرستيالې اداکارې اېوارډ “اېلېسن جيني” د فلم “آئي ټونيا” لپاره ګټلے دے۔
دې نه علاوه د بهترين هدايتکار اېوارډ “ګولر موډيل ټورو”، د بهترين اېني مېټډ فيوچر فلم اېوارډ “کو کو”، د غېر ملکي ژبې بهترين فلم اېوارډ “اے فېنټاسټک وومن” او د غوره ډاکومېنټري اېوارډ “هېون از اے ټرېفک جام آن دي 405” ګټلے دے۔