آصف حسين په پاک سرزمين پارټۍ کښې د شموليت اعلان کړيدے

blank
د ايم کيو  ايم  ( ايم اين اے)  په پاک سرزمين پارټۍ کښې د شموليت اعلان کړيدے ، مصطفى کمال وائى چې که ايم کيو ايم وى يا نه وى په پاک سرزمين پارټۍ هيڅ فرق نه پريوځى  ځکه چې د کراچۍ اولس ته د هرڅه ريښتيا پته لګليدلى ده  او چې اوس هم په ايم کيو ايم کښې څه کيږى د الطاف حسين په مشاورت سره کيږى 
 
دا خبرې مصطفى کمال  د آصف حسين په پاک سرزمين پارټۍ کښې د شموليت دوران ميډيا سره خبرو اترو کښې کړيدى 
د مصطفى کمال وينا وه چې آصف حسين ته پاک سرزمين پارټۍ کښې هرکلې وايو 
مصطفى کمال اووئيل چې فاروق ستار له پاکار دى چې ريښتيا وائى او
 ايم کيو ايم  او الطاف حسين بيل بيل نه دى بلکې د متحده قومى مومنټ فيصلې اوس هم د لندن نه کيږى 
د مصطفى کمال وينا وه چې که ايم کيو ايم وى يا نه وى په  پاک سرزمين پارټۍ هيڅ فرق نه پريوځى 
مصطفى کمال دا هم اووئيل چې د کراچۍ اولس  ته د هر څه ريښتيا پته لګليدلى ده او  ايم کيو ايم له پکار دى چې د هغوى ټول پارلميانى غړى دې د خپلو څوکو نه استعفى ورکړى ولې چې هغه مينډيټ  الطاف حسين ته ميلاؤ شوے وو ،د فاروق ستار ايم کيو ايم ته نه وو  ميلاؤ شوې 
مصطفى کمال زياته کړه چې ظلم کونکې څومره هم طاقت ور وى نو فتح هميشه لپاره د حق وى